د اوبو د سرچینو په اړه کنفرانس کې له روسیې د تاجکستان تمه

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوشنبه تمه کوي چې د روسیې یو پلاوی په هغه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي چې د دې هېواد په کوربه‌توب په جون کې د منځنۍ اسیا د اوبو د سرچینو په اړه جوړېږي.

د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین اصلوف نن دوشنبه په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره له کتنې وروسته وویل چې تاجکستان د شانګهای د همکارۍ د سازمان تر ملاتړ لاندې دغه‌راز له روسیې غواړي چې په دې هېواد کې د مخدره موادو ضد د یوه مرکز د جوړېدو ملاتړ وکړي.

د اوبو زېرمو ته لاسرسی د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ اسیا د هېوادونو، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او ترکمنسنتان ترمنځ د کړکېچ یوه اساسي منبع بلل کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دواړه هېوادونه د یو شمېر سیمه‌ییزو ټولنو په ګډون، ستراتېژیک شریکان ګڼل کېږي.