په ننګرهار ولایت کې يوه کس د کورني تاوتریخوالي له امله خپله مېرمن، مور او پلار په ډزو وژلي.
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه شااوخوا دوه بجې د جلالاباد ښار پنځمې ناحيې اړوند عبدالحق مېنه کې د نور محمد په نوم يو تن چې اصلي د شیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن، میره او پلار په ډزو وژلي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، نور محمد د پولیسو له لوري نيول شوی او په خپل جرميې اعتراف کړی دی.
نوموړی وايي، د قضيې د روښانه کولو په هدف له نیول شوي قاتل څخه نورې څېړنې روانې دي.