د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د حکومت له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې د سوداګرو د امنیت او خوندیتوب کمېټه جوړېږي.
د دغې خونې ویاند صیامالدین پسرلي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی هیلهمند دي چې د دغې کمېټې په جوړېدو سره د سوداګرو په وړاندې پرتې امنیتي ستونزې هوارې او دوی د خوندیتوب احساس وکړي.
ښاغلی پسرلی وايي، يوازې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې دوی د سوداګرو په وړاندې د قتل، وهلو، ټکولو او تښتونې ۸۰ پېښې ثبت کړې دي.
نوموړی له افغان حکومته غواړي د دې کمېټې د عملي چارو لپاره جدي هلې ځلې وکړي، څو سوداګر له يادو ستونزو خلاص شي.
د ده په خبره، ډېری سوداګر په افغانستان کې د ناامنیو او يو شمېر نورو ستونزو له امله پانګونې ته زړه نه ښه کوي چې له املهيې د هېواد اقتصاد ته زیان اوړي.