افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه د خوست په هوايي ډګر کې یو شمېر پروژې پرانیستې.
پر دې پروژو چې ۷۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، موقتي ترمینل، د رادارو سیستم، د اطفائیې تأسیسات او د هوايي ډګر د داخلي سړکونو جوړول شامل دي.
چارواکي وايي چې د یادو پروژو کار به د ۶ میاشتو په موده کې بشپړ شي.
د هوايي ډګر د ځغاست لیکې کار چې پخوا بشپړ شوی ورباندې ۷۲۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
ولسمشر په هوايي ډګر کې د یادو پروژو تر پرانیستې وروسته د هلیکوپټرو په واسطه د خوست ورزې سیمې ته ولاړ او هلتهيې د برښنا د سب سټېشن پرانیسته هم وکړه.
ټاکل شوې ولسمشر تر دې پرانیستو وروسته د خوست د اوسېدونکو په یوه غونډه کې ګډون وکړي.