په جرمني کې څېړونکي د هغې پېښې په اړه تحقیقات کوي چې یوه ۴۸ کلن سړي د شنبې په ورځ په مونسټر لوېدیځ ښار کې خلک په موټر ووهل او دوه کسانیې ووژل.
یوه جرمني څارنوال مارتین بوتزینهارت پرون یکشنبه وویل چې د دغه جنایت دلیل تر اوسه نهدی روښانه شوی.
هغه وویل پولیس په ټولو ممکنه مسایلو تحقیق کوي.
د شنبې په ورځ په دې پېښه کې د دوو کسانو په وژل کېدو سربېره ۲۰ کسان نور ټپیان شوي هم دي چې د شپږو تنو وضعیتیې نازک ښودل شوی دی.
حمله کوونکي وروسته په خپل موټر کې ځان په ډزو وویشت او ساهیې ورکړه.
یوه سیمهییز چارواکي ویلي، داسې ښکارېده چې حمله کوونکي رواني ستونزه درلوده او داسې شواهد نهشته چې ګواکې دا حمله دې ترورېستي وي.