د چین-پاکستان د ملګرتیا لویه اقتصادي لار افغانستان ته هم پراخېږي.
دا خبره پرون په چین کې د «بوآاو» فورم د کلني کنفرانس په یوه راپور کې خپره شوې ده.
د راپور له مخې د چین-پاکستان د ملګرتیا لویې اقتصادي لارې نهیوازې ځايي بنسټیزو پروژو ته وده ورکړې، بلکې د افغانستان په لور هم پراخېږي.
د چین دولتي خبري اژانس سینهوا ویلي چې افغانستان ته د دې پروژې د پراختیا هدف د بېوزلۍ کمول او د خلکو د ژوند د سطحې لوړوالی یاد شوی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر تېر ډسمبر لېوالتیا وښوده چې غواړي له پاکستان سره د ۵۰ میلیاردو ډالرو دا اقتصادي دهلېز افغانستان ته هم وغځوي.
د «بوآاو» په درې ورځني کلني کنفرانس کې د چین-پاکستان په دې اقتصادي پروژې او نورو مسایلو خبرې کېږي.