ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت یو شمېر غړي نن دوشنبه خوست ولایت ته ځي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر په خوست کې د هوايي ډګر د ترمینل د بنسټ ډبره کېږدي او د نورو پروژو تر څنګ د برښنا سب سټېشن هم پرانیزي.
د خوست مسؤلینو ویلي چې ولسمشر به د خوستوالو سره د یوې غونډې تر څنګ له بېلابېلو قشرونو سره هم جلا جلا ناستې ولري.
د خوست څخه د ازادي راډیو خبریال وايي چې د ولسمشر د راتګ لپاره په خوست ښار او نږدې سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او د ښار ځیني سړکونه تړل شوي دي.
ولسمشر غني تېره اوونۍ پکتیا ولایت ته هم سفر درلود.