د سوريې دولتي رسنیو نن دوشنبه وویل، مرکزي ولایت حمص ته نږدې پر یوې هوايي پوځي اډې توغندي لګېدلي دي چې یو شمېر کسانو تهيې مرګژوبله اړولې ده.
که څه هم د سوريې سانا خبري اژانس په لومړي سر کې وویل چې ښايي د میزایلو دا برید امریکا کړی وي، خو وروستهيې بیا متحده ایالاتو ته کومه اشاره ونهکړه.
په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې په سوریه کې يې د میزایلو برید نهدی کړی.
د دفاع وزارت په بیان کې راغلي دي چې وضعیت له نږدې څاري او د هغو ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي چې د قانون منګولو ته د هغو کسانو د راښکلو لپاره کېږي چې په سوریه کې يې کیمیاوي وسله کارولې ده.
د سوريې رسنیو د دې هېواد د پوځ په حواله ویلي دي چې دافع هوا سیستميې اته میزایل په هوا کې لهمنځه وړي دي.
په سوریه کې د میزایلو د برید خبر یوه روځ وروسته تر هغې خپرېږي چې د امریکا او فرانسې ولسمشرانو د سوريې په دوما ښار کې د مشکوک کیمیاوي برید له امله چې ویل کېږي لسګونه کسان پهکې وژل شوي دي، د سخت عکسالعمل ښودلو ګواښ وکړ.