په کریمیا کې ټرافیکي پېښې ۵تنه وژلي

د اوکراين په کريميا سيمه کې چې د روسيې په کنټرول کې ده، چارواکي وايي پنځه کسان هغه وخت ووژل شول چې يو ټرېن له ميني بس سره ټکر شو.

تر نننۍ پېښې وروسته لږ تر لږه درې کسان د ټپونو له کبله په روغتون کې بستر شوي دي.

ويل شوي چې وژل شوي کسان د ميني بس مسافر وو.

روسيې د ٢٠١۴مېلادي کال په مارچ مياشت کې د اوکراين کريميا سيمه په غيرقانوني ډول لاندې کړله.