د امريکا متحد ايالتونه وايي، په سوريه کې د کيمياوي وسلو د وحشتناکې کارونې د بل مورد په اړه راپورونه له نېږدې څاري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدر ناويرټ پرون شنبه په يوه اعلاميه کې وويل، که چېرې دا راپورونه تأييد شي، روسيه به چې د بشار الاسد د رژیم په ننګه په سوریه کې جنګېږي، مسؤله وګڼل شي.
په اعلاميه کې ويل شوي، د خپلو خلکو په وړاندې د کيمياوي وسلو د کارونې په برخه کې د سوريې د رژيم په تاريخچه کې د بحث ځاى نه شته.
په سوریه کې ژغورونکي او طبي کارکوونکي وايي چې د دغه هېواد په دوما کې په یوه حمله کې لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي دي.
دوما د سوریې په غوطې کې پرته ده چې د پلازمېنې دمشق په لمنه کې د سوریې د حکومت د مخالفانو په لاس کې یوازنی ختیځ ښار دی.
د رضاکارو ژغورونکو له خوا په خپرو شویو عکسونو کې ګڼ جسدونه لیدل کېږي.
د ټولنيزو په ويډيويي تصاويرو کې ښکاري چې په قربانيانو کې ماشومان هم شامل دي.
رضاکارو ويلي چې د تلفاتو شمېر ښيي تر دې ډېر وي. ګومان کېږي چې دا برید د کیمیاوي ګازو په وسیله شوی وي.
د سوریې حکومت مخکې د کیمیاوي وسلو د حملو ادعاوي رد کړي دي.