دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو له کبله، د دولت ٦٦ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

دغه وزارت نن یکشنبه ويلي چې دغه تهاجمي او تعرضي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي او په وژل شويو کې د داعش ډلې ١٠ تنه غړي هم شامل دي.

دفاع وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دغو عملياتو کې ۵۷ نور سله وال ټپيان شوي او ٢ تنه يې نيول شوي دي.

د وزارت په حواله، دغه پوځي عمليات د توپچي او هوايي ځواک په مرسته په ننګرهار، غزني، خوست، کندهار، ارزګان، زابل، هرات، فراه، بادغيس، فارياب، سرپل او هلمند ولايتونو کې شوي دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.