د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د بیارغونې ګڼې پروژې پلې شوي

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې دوی تېرکال د دغې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې لسګونه د بیارغونې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي ازادي راډیو ته وویل چې په دغو پروژو کې د اوبو کانالونه، د ښوونځيو تعمېرونه، د سیمه ییزو شورا ګانو ودانۍ او داسې نورې پروژې شامل دي چې په پلې کولو سره یې د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شوي او د ژوند له اسانتیاو څخه برخمن شوي دي:

"په امام صاحب ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت نسباً ښه دي، نو له کبله یې موږ هم وتوانېدلو په یوشمېر سیمو کې پراختیايي پروژې تطبیق کړو او په دغو پروژو کې د ترکمنو داوبو کانال، د قیام، کنم او د ځنګل کانالونه، د ارتبلاقیو ښوونځي د پراختیايي شوراګانو ودانۍ، د سړکونه جوړول او په لسګونه داسې نورې لويې او وړې په پروژې په کې شاملي وي."

د نوموړې ولسوالۍ د سیمه ییزو چارواکو په خبره چې تېرکال په دغې ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه وو او له کبله یې دوی توانېدلي ترڅو د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې لسګونه د بیارغونې او پراختیايي پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

له دې سره سم د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم خوښې څرګندوې چې ددغو پروژو په پلې کولو سره د دوی لپاره د ژوند ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

امام صاحب ولسوالي د ۸۰ کېلومتره واټن په درلودلو سره د کندز ښار شمال لورې ته موقعیت لري او د دې ولایت یوه له لویو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.