د سرپل ولايت امنيتي چارواکو د ٦ محلي پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.
د سرپل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار اسد الله حبيبي نن يکشنبه رسنيو ته وويل، وسله والو طالبانو تېره شپه د سيداباد کلي پر يوه پوسته حمله وکړه، ٦ محلي پوليس يې ووژل او ٣ نور يې ټپيان کړل.
د سرپل امنيتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دې حمله کې له ليزر لرونکو وسلو استفاده کړې ده.
د سرپل د ولايتي شورا ځيني غړي وايي، دا په تېرو درېيو ورځو کې درېيم وار دى چې وسله وال طالبان له دغو پرمختللو وسلو په استفادې، د امنيتي ځواکونو پر پوستو حملې کوي.