په لندن کې د روسیې سفارت د روسیې د یوه پخواني جاسوس سرګي سکریپال د مسمومېدو د قضیې په تړاو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن سره د لیدو غوښتنه کړې ده.
د روسیې د سفارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د سکریپال د قضیې د تحقیقاتو په اړه د روسیې د سفیر او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر تر منځ خبرې اوس ډېرې مهمې دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، پر دې غوښتنه غور کوي او په مناسبه موقع به ځواب ورکړي.
بریتانیا وایي چې مسکو د سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومېدو په قضیه کې لاس لري، خو مسکو دغه تور رد کړی دی.