یوه ټپي شوي فلسطیني خبریال په روغتون کې ساه ورکړه

د غزې روغتیایي چارواکو ویلي چې یوه فلسطیني خبریال په روغتون کې ساه ورکړه.

دوی وایي، ۳۰ کلن یاسر مرتجي د غزې او اسرائیل تر منځ پوله کې د اعتراضونو د راپور ورکولو پرمهال د اسرائیلي ځواکونو په ډزو ټپي شوی و .

د راپور له مخې، مرتجي په غزه کې یوه خبري اژانس ته د فلم اخيستونکي په توګه کار کاوه چې د جمعې په ورځ ټپي شو.

هغه نهم فلسطینی و چې د غزې او اسرائیلو تر منځ پوله کې د وروستیو اعتراضونو په لړ کې ووژل شو.

د اسرائیل د وای نټ نیوز ویب پاڼې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د اسرائیل پوځ په قصدي ډول پر خبریالانو ډزې نه کوي.

د اسرائیل د پوځ یوه ویاند ویلي، د دې پېښې په ارزونه بوخت دي.

فلسطیني اعتراض کوونکي له شپږو اوونیو راهیسې، د هغو ځمکو د بېرته ورګرځولو غوښتنه کوي چې اسرائیل له فلسطینیانو څخه اخيستي دي .