ناټو: د طالبانو د مخدره توکو د تولید پر مرکزونو بریدونه پراخ شوي

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ما موریت ویلي چې د دغه هېواد په لوېدیځو سیمو کې یې د طالبانو د نشه یې توکو د تولید پر مرکزونو هوایي بریدونه پراخ شوي دي.

د دغو ځواکونو له خوا په یوې خبرپاڼې کې چې پرون شنبه خپره شوه، راغلي چې د امریکا متحده ایالات او افغان ځواکونو د اپریل له درېیمې تر پنځمې پورې په فراه او نیمروز کې د طالبانو د نشه یې موادو د تولید پر مرکزونو ۱۱ بریدونه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د نشه یې موادو له لارې د طالبانو د عایداتي سرچینو د له منځه وړلو کمپاین د ۲۰۱۷ میلادي کال په نوامبر کې پیل شو .

اعلامیه زیاتوي، په دې کمپاین کې تر اوسه د مخدره موادو د پروسس پر مرکزونو ۷۵ بریدونه شوي چې طالبانو د نشه یې موادو د تولید او مالیې له لارې له دغو مرکزونو شااخوا دوه سوه میلیونه ډالر عواید درلودل.

د غوڅ ملاتړ ماموریت اعلامیې دا هم ویلي چې طالبان د جګړو په ډګرونو کې نه بریالي کېږي او یوازې له افغان حکومت سره د خبرو له لارې د سولې له بهیر سره یوځای کېدای شي.

طالبانو تر اوسه د دې بریدونو په اړه تبصره نه ده کړې او تر اوسه یې په رسمي ډول د افغان حکومت له لورې د سولې وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویلی.