د سوريې پوځ او متحدانو يې د دوما ښار پر ختیځه برخه خپلې حملې زیاتې کړې دي.
تر دې یوه ورځ مخکې په همدې سیمه کې د هوايي بریدونو له امله، لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي ووژل شول.
د سوريې د بشري حقونو ډله چې له لندنه فعالیت کوي، وايي چې له پرون راهیسې د سوريې او روسيې جنګي الوتکو ۳۰ ځله بمباري کړې ده.
دې ډلې ویلي، هیلیکوپټرو نن شنبه د دمشق ختیځ ته پرتې دې سیمې باندې ۲۵ بلري بمونه غورځولي دي.
په همدې حال کې د سوريې دولتي ټلویزیون پر دوما ښار د تازه هوايي بریدونو وډیوګانې او تصوریونه خپاره کړي چې تور لوګی ترې خیژي.