ملي اردو وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لغمان او سرپل ولایتونو کې د دولت ۱۹ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو مطبوعاتي مسؤل شیر اقا فقیري نن شنبه وویل، په علیشنګ ولسوالۍ کې ۵ وسله وال د افغان ملي اردو په بریدونو کې وژل شوي دي.
نوموړي وویل، په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بل لور ته په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قل اردو ویاند ویلي چې د امنیتي ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.