د بدخشان امنيتي چارواکي وايي د جرم ولسوالۍ په ناامنو سيمو کې پوځي عملياتو، په سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفینو تحرکات ختم کړي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان، وايي، دغه پوځي عمليات ١١ ورځې مخکې پيل شوي وو، پرون جمعه پاى ته رسېدلي دي.
مل پاسوال عبدالخالق اقساى تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:
"دښمن ته په هغو ساحو کې چې تحرکات لرل، ضربې ورکړل شوي دي، مهم قوماندانان يې وژل شوي دي، دښمن به اوس تر ډېره وخته د سمې همږغۍ توان ونه لري."
د بدخشان امنيه قوماندان وايي په جرم ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٨ مخالف وسله وال وژل شوي چې د دوى يو مهم قوماندان مصطفى هم په کې شامل دى چې په اصل کې د چين تبعه و.
د ده په وينا په دغو عملياتو کې د تاجکستان يو وګړى هم وژل شوى، دغه راز ١١ نور وسله وال ټپيان شوي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.