د لوګر ولايت چارواکي تمه لري چې د دولت وسله وال مخالفین به په څرخ ولسوالۍ کې ٣٠ تړلي ښوونځي نن شنبه بېرته پرانيزي.
د قومي مخورو او ديني عالمانو يوه ډله د ولايت له مرکزه له دغو وسله والو سره د خبرو لپاره څرخ ولسوالۍ ته تللې ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل:
"ديني عالمان او مخور د پنجشنبې په ورځ له وسله والو مخالفینو سره يوې نتيجې ته رسېدلي، وسله والو ژمنه کړې چې دغه ښوونځي به د شنبې په ورځ پرانيستل شي، موږ هم د شنبې په ورځ د دغو ښوونځيو بيا پرانيستل کېدو ته هيله من يو."
د دولت وسله والو مخالفینو، په څرخ ولسوالۍ کې دغه ښوونځي تېره يکشنبه وروسته له هغې وتړل په سيمه کې د ولايتي ادارې په خبره د دغو وسله والو پرضد پوځي عمليات وشول.
د لوګر د والي وياند وايي، په څرخ کې د دغو ښوونځيو له تړل کېدو سره ١١زره ٥٦٠ زده کوونکي چې په هغوى کې نجونې هم شاملې دي، له زده کړو بې برخې شوي دي.