د پاکستان په زیاتو برخو کې د جيو ټلوېزيون خپرونې بندې شوي

د پاکستان د ټلويزيوني شبکې جيو (Geo) مشر وايي، د پاکستان په زياتو برخو کې د دوى خپرونې بندې کړاى شوي دي.

نيويارک ټايمز او د رسنيو د څار ادارو د مير ابراهيم رحمان په حواله راپور ورکړى چې پرون يې ويلي، د پاکستان په ٨٠ فيصده برخو کې د جيو ټلويزيون خپرونې بندې دي.

که څه هم انتقادکوونکو داسې ګنګوسې خپرې کړي چې د پاکستان پوځ د جيو ټلويزيون خپرونې بندې کړي، خو د دغه ټلويزيون چارواکو په عامه د پاکستان د پوځ مشران نه دي تورن کړي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړى چې د پاکستان دفاع وزارت په دې اړه د تبصرې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ويلى.

د ورځپاڼې په حواله د جيو ټلويزيون په وړاندې دغه اقدام دا پيغام ورکوي چې د پاکستان جنرالان د عمومي انتخاباتو په درشل کې انتقادي راپورونه نه شي زغملاى.

په پام کې ده په پاکستان کې په جولاى مياشت کې عمومي انتخابات وشي چې په مرسته به يې نوى صدراعظم وټاکل شي.