پوتين خپل ١١ عالي رتبه چارواکي له دندو ليرې کړي

د روسيې ولسمشر ویلاديمير پوتين خپل ١١ عالي رتبه چارواکي له دندو ليرې کړي دي.

دوى د قانون په دوو نافذوونکو ادارو او څووزارتونو کې دندې ترسره کولې.

دغه فرمان چې پرون جمعه د ولسمشر پوتين له خوا لاسليک او صادر شوى، د کورنيو چارو وزارت، د تحقيقاتي کمېټې، اضطراري حالاتو په وړاندې د مبارزې وزارت او نورو ادارو ځينې کارکوونکي يې له کبله له دندو ليرې کړاى شوي دي.

تر اوسه دقيقاً معلومه نه ده چې دغه کسان ولې له دندو شړل شوي دي.

وروسته له هغې چې ویلاديمير پوتين يو وار بيا د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو، دا اول وار دى چې د خپل هېواد د ځينو عالي رتبه چارواکو د برطرفۍ فرمان صادروي.

د ده انتقادکوونکو پوتين د خپلو سياسي مخالفینو په ځپلو تورن کړى دى، خو پوتين تل دا تورونه رد کړي دي.