د غزې او اسرائیل پر پوله بیا زرګونو فلسطینیانو مظاهره وکړه

د غزې او اسرائیل ترمنځ پوله کې نن د جمعې په ورځ یو ځل بیا زرګونو فلسطینیانو مظاهره وکړه او د دواړو خواو ترمنځ تازه شخړې پورته شوې.

یوه اوونۍ وړاندې په ورته شخړو کې ۱۶ فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو په ډزو ووژل شول.

په نننۍ مظاهره کې فلسطینیانو پر اسرائیلي سرتېرو د ډبرو ګذارونه وکړل او ټایرونو ته يې اور واچوه.

اسرائیل خبرداری ورکړی دی چې معترضو کسانو ته به اجازه ورنه کړي چې له امنیتي موانعو تېر شي.

اسرائیلي سرتېرو په مظاهره کوونکو ډزې وکړې او د ربړي مرمیو او اوښکې بهونکي ګاز په کارولو يې د هغوی د خورولو هڅه وکړه.

په غزه کې روغتیايي مسؤلانو وویل چې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې یو شمېر فلسطینیان ټپیان شوي دي.

مظاهره چیان غواړي چې اسرائیل هغو فلسطیني کډوالو ته باید خپلو سیمو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړل شي چې اسرائیل په ۱۹۴۸میلادي کال کې نیولي دي.