د روسيې د دولتي رسنیو تنظیمونکې ادارې له محکمې غوښتي چې د پیغامونو اپ ټلګرام بند کړي.
روسي چارواکو دا غوښتنه وروسته تر هغې وکړه چې ټلګرام د روسيې د امنیت فدرالي ادارې ته د دې اپ د کارونکو د پیغامونو په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
د روسيې دا ګام ښايي هغه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي چې وايي، انټرنټ ته د خلکو لاسرسی محدود کړي.
په همدې حال کې په روسیه کې د ټلګرام اپ موسس پاول ډاروف چې له روسيې بهر اوسېږي، د دې هېواد د پلټنو فدرالي ادارې د ټلګرام د کارونکو د پیغامونو د جزئیاتو له ښودلو ډډه کړه ده.