د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ملي اردو په تهاجمي عملیاتو کې د ۴ داعشیانو په ګډون ۲۵ دولت ضد وسلهوال وژل شوي دي.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې دا عملیات د ننګرهار، لغمان، کونر، نورستان، فاریاب او زابل ولایتونو په شمول په ځینو نور برخو کې شوي دي.
په دې عملیاتو کې ځمکنیو ځانګړو ځواکونو ۶۶ او هوايي ځواک ۸۳ بریدونه کړي دي.
د دولت ضد وسلهوالو مخالفینو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.