د جنوبي کوریا یوې محکمې پخوانۍ ولسمشره د فساد او له واکه د ناوړه استفادې په قضیه کې په ۲۴ کلونو بند محکومه کړه.
د مرکز سیول مرکزي محکمې نن جمعه پارک ګون-هه د بډې اخېستلو، له واکه د ناوړه استفادې او دولتي اسرارو د افشا کولو په قضیه کې مجرمه وپېژندله.
محکمې دغه راز ۶۶ کلنه پارک ګون-هه ۱۶ عشاریه اته میلیونه ډالر نقدي جریمه کړې ده.
خو د جنوبي کوریا پخوانۍ ولسمشرۍ چې په سیول کې زنداني ده، پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې دا د سیاسي غچ قرباني ده.
پارک ګون-هه د جنوبي کوریا لومړنی ښځینه ولسمشره وه او د دې هېواد د پخواني جمهور رئیس پارک چونګ هې لور ده چې له ۱۹۶۰نه تر ۱۹۷۹ کاله پورې يې په اوسپنیز سوک د جنوبي کوریا واک چلوه.
نوموړی په ۱۹۷۹ میلادي کال کې ترور شو.