د لوګر چارواکي هیلهمند دي چې د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې لسګونه تړل شوي ښوونځي به راتلونکی اوونۍ پرانېستل شي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، وسلهوالو طالبانو په څرخ کې وروسته تر هغې ۳۰ ښوونځي وتړل چې د دې ډلې یو قوماندان او یو شمېر وسلهوال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.
ښاغلي صالح وویل:
"موږ د سیمې له مخورو او دیني عالمانو غوښتي دي چې د دې ښونځیو په بېرته پرانېستلو کې همکاري وکړي.هغوي پرون طالبانو ته تللي وو او طالبانو ورسره ژمنه کړې ده چې راتلونکې اوونۍ به دا ښوونځي پرانېستل شي."
د لوګر د والي ویاند وايي، د دې ښونځیو د تړل کېدو له امله د څرخ ولسوالۍ ۱۲ زره زدهکونکي له درسونو پاتې دي.