د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي به نن جمعه د یو ورځني سفر په مقصد کابل ته ورسېږي.
د افغان او پاکستاني مشرانو د خبرو د اجنډا مهمه برخه به د سولې خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې د اسلام آباد همکاري وي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت هیله مند دی چې د دې سفر نتیجه به د کابل او اسلام آباد نژدې کېدل وي.
ښاغلي مینه پال زیاته کړه:
"موږ د ترورېزم پرضد په مبارزه کې، د سولې په بهیر او د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې له پاکستانه تمه لرو."
ولسمشر اشرف غني تېره میاشت ښاغلي عباسي ته رسمي بلنه ورکړه چې د دولتونو په کچه د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.