په کابل کې له ۳۰۰ زیات معتادین د درملنې مرکزونو ته واستول شول

د عامې روغتيا وزارت د پوليسو په مرسته په کابل ښار کې تر ۳۰۰ ډېر معتادين راټول او د درملنې مرکزونو ته‌یې واستول.

د کابل ولايت امنیه قوماندان داوود امين د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې د کابل د پل سوخته او ښار له واټونو يې ۳۰۵ معتادين ټول کړي.

ښاغلی امين له کابل ښاروالۍ څخه غواړي چې له کابل ښاره د معتادينو په راټولولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

نوموړی وايي:

"له ښاروالۍ غواړو چې موږ سره مرسته وکړي، څو د معتادينو خیمې راټولې او پُل خالي کړو، خو د دې ټولو توکو راټولول د پوليسو له توانه وتلی، که ښاروالي او خلک همکاري ونه‎کړي، موږ دا کار يوازې نه‎شو کولای، موږ د معتادينو د راټولولو او نشه‎يي موادو د خرڅوونکو د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي."

بل‌خوا د کابل امنيه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې د ځانګړو پوليسو مديريت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نشه‎يي موادو يو قاچاق کوونکی له ۱۰ کېلو ګرامو چرسو سره نيولی دی.