د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان حملې به اړیکې نورې هم خرابې کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان پر خاوره د بمي بریدونو دوام به‌یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو لا ډېرې بدې اغېزې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له لوري هوایي برید په سختو ټکو غندل شوی دی او هغه‌یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت سرغړونه بللې ده.

افغان چارواکي وایي، د پاکستان جېټ الوتکې تېره ورځ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې څلور بمونه غورځولي او خلکو ته‌یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

بل‌خوا د افغانستان په ختیځ کې د سېلاب قول اردو د دوهمې لوا قوماندان وایي افغان پوځ د دې اقدام ځواب د توپ په ډزو ورکړی دی.

جنرال میرویس صافي نن ازادي راډیو ته وویل چې اوس‌مهال د کونړ په سرحدي سیمو کې دفاعي ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي.

پر هوایي برید سربېره د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن ازادي راډیو ته ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان د پوځ له لوري د کونړ پر دانګام ولسوالۍ تر ۶۰۰ ډېر د توپونو مرمۍ ویشتل شوې دي.

یو شمېر افغان سناتورانو له ولسمشر څخه غوښتي چې همدا مسئله سبا د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره په خبرو کې وڅېړي.