پاکستاني چارواکو یو ځل بیا وویل د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره د خبرو او سیاسي حل لارې غوښتونکي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل یوه ورځ مخکې تر دې دا خبره کړې چې ټاکل شوې د دغه هېواد صدراعظم شاهد خاقان عباسي سبا جمعه کابل ته سفر وکړي.
فیصل نن په اسلاماباد کې افغانستان ته د عباسي د سفر په اړه یوې خبري غونډې ته وویل:
"د پاکستان صدراعظم سبا افغانستان ته ځي، موږ به پرمختګونه وګورو، خو پاکستان په وار وار د افغانستان په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي، پاکستان غواړي د افغانستان ستونزې د خبرو او سیاسي پروسې له لارې هوارې شي، د صدراعظم سفر د دې پروسې یوه برخه ده."
د پاکستان د صدراعظم د سفر په درشل کې روانه اوونۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی وو.
دغهراز نږدې درې اوونۍ دمخه د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه هم کابل ته سفر کړی وو، خو د دغه هېواد صدراعظم ته افغان ولسمشر بلنه ورکړې چې کابل ته ولاړ شي څو د دولتونو په سطحه خبرې وشي.
په همدې حال کې د افغان حکومت چارواکي وایي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور رامنځته کېدو یوازنۍ لار د افغانستان د سولې او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان عملي اقدامات دي.