د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد په لوېدیځ کې د سکرو د یوه کان د نړېدو له کبله شپږ کان کېندونکي وژل شوي دي.
دغه وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دې پېښه کې درې تنه نور ټپیان هم دي.
د میندیلي کان د پلازمېنې تبلیسي په شااوخوا ۲۰۰ کېلو مترۍ کې موقعیت لري.
د دغه کان د چارو تنظیموونکي وایي، دا کان د هغو ټکانونو په نتیجه کې ونړېد چې د یوې لویې ډبرې د ماتېدو څخه رامنځته شول.