د جوزجان ولایت ورزشي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د تکواندو ټیم د ګل سرخ په لوبو کې دوهم مقام خپل کړ.
د دغه ولایت ورزشي امر صدیق فایز نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبې هر کال د ګل سرخ مېلې پر مهال د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د زون په کچه جوړېږي.
ښاغلي فایز دغهشان وویل چې د دغه ولایت د «T1» کیک بوکسنګ لوبډله هم په یادو لوبو کې د ګډون په هدف مزار شریف ته رسېدلې او ټاکل شوې چې د اندام د ښکلا لوبډله هم په دغو لوبو کې ګډون وکړي.
خو نوموړي په دې اړه چې دا لوبې کله پیل شوي او کله به ختمېږي څه ونهویل.