داعش وسلهوالو تېر ماښام د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی دی.
د جوزجان د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا بریدونه بېرته په شا وتمبول شول او په متقابلو ډزو کې د ملي اردو یو سرتېری ټپي شوی، خو په وینا یې داعش وسلهوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
ښاغلی خاشي وايي:
"تېره شپه د مغل کلي له لوري د ولسوالۍ په مرکز کې پر امنیتي پوستو بریدونه وشول چې د نښتو په ترڅ کې شپږ تنه داعش وسلهوال ووژل شول او ۱۰ نور یې ټپیان شول."
د جوزجان د امنیت امر دغهراز په اقچه ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون پر یوې پوستې د وسلهوالو طالبانو د برید خبره کړې او وایي، د ولسي پاڅون دوه تنهیې وژلي او یو بلیې ټپي کړی دی.
ښاغلی خاشي وایي چې دا پېښه تېر ماښام ناوخته شوې ده او په خبرهیې پهدې دوه ساعته نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.