د فېسبوک اجرائیه رئیس مارک زاکربرګ به له دغې شبکې د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه د اپرېل په ۱۱مه د کانګرس یو پلاوي ته توضیحات ورکړي.
د امریکا د استازو جرګې د انرژۍ او سوداګرۍ د کمېټو مشرانو ویلي چې په دې استماعیه غونډه کې به د یو کس د شخصي حریم د مصونیت پر مسئلې رڼا واچول شي او له امریکایانو سره به مرسته وکړي چې د دوی د شخصي اطلاعاتو په اړه په انټرنټ کې څه پېښېږي.
د امریکا د مشرانو جرګې د سوداګرۍ او عدلیه کمېټو هم زاکربرګ راغوښتی دی، خو د دې استماعیه غونډې نېټه تر اوسه مشخصه شوې نهده.
تر دې مخکې دا خبر ورکړل شوی و چې د کمبریج آنالیتیکا شرکت د ۵۰ میلیونه کسانو د فېسبوک په باره کې اطلاعات ترلاسه کړي.
دغه شرکت چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال د ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین له لوري استخدام شوی و، لګېدلي تورونه ردوي.