د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې به ۳۰ تړلي ښوونځي پرانیستل شي

د لوګر چارواکي هیله‎مند دي چې د څرخ په ولسوالۍ کې به ۳۰ تړلي ښوونځي نن یا سبا پرانیستل شي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل:

"د لوګر والي، امنیتي ارګانونه، ولایتي شورا په سیمه کې له قومي مشرانو، علماوو سره په اړیکه کې دي ان‌شاءالله تاسو ته ډاډ درکوو چې دغه ښوونځي به په همدغه اوونۍ کې بېرته خلاص شي."

نن څلورمه ده چې د څرخ په ولسوالۍ کې طالبانو ۱۰ لېسې او ۲۰ منځني او لومړني ښوونځي تړلي دي.

په دغو ښوونځیو کې شااوخوا ۱۲ زره زده‌کوونکو زده‎کړې کولې.