په داسې حال کې چې په کندز کې د روانې اوونۍ د دوشنبې د ورځې په هوايي حمله کې د وژل شویو کسانو په اړه لا هم ضد او نقیض راپورونه موجود دي، د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې سیمې ته د ولسمشرۍ ماڼۍ یو پلاوی تللی او دا به وڅېړي چې په دې هوايي حمله کې ملکیان وژل شوي او که وسلهوال طالبان.
په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو له استازي عبدالودود پیمان سره د ازادي راډيو خبریال اکرامالله اکرام مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتنه کړې چې د دغې پېښې په اړه د دوی وروستي معلومات څه دي؟
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5