رستمي: د هند له‌خوا مرسته شوي غنم د بیو پر کموالي اغېز لري

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د هند له‎خوا مرسته شوي غنم په دې هېواد کې د غنمو د بیې پر کنټرول او کموالي اغېز لري.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه ازادي راډیوته وویل چې د هند له‎خوا د مرسته شویو غنمو وروستۍ برخه چې ۲۳ زره او ۴۰۰ ټنه کېږي هم چابهار بندر ته رسېدلې.

دی وایي چې دا غنم به په نږدې راتلونکي کې له چابهار بندره افغانستان ته راولېږدول شي.

د هند له‎خوا د مرسته شویو غنمو لومړۍ جوپه چې ۱۵ زره ټنو ته رسېده، د تېر کال په لړم میاشت کې چابهار بندر ته ورسېده.