یو هالندی څارنوال په ۳۰ ورځو بند او ۲۰ زره ډالر جریمې محکوم شو

یو هالندی څارنوال چې یو مهال د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د مشر پال منافورت نږدې همکار و، په ۳۰ ورځو بند او ۲۰ زره ډالره جریمې محکوم شوی دی.

څارنوال الکس وان در زوان چې د روسيې د یوه میلیادر جرمن خان زوم دی چې د امریکا د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر د تحقیقاتو په لړ کې محکومېږي.

رابرټ مولر د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسيې د مداخلې په اړه تحقیقات کوي.

۳۳ کلن محکوم شوي هالندي څارنوال په تېرې فبروري میاشت کې دا ومنله چې د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي ټیم له یوه سلاکار سره‌يې د خپلو تماسونو په اړه د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو ته دروغ ویلي وو.