اتمر: امریکا بیا د افغان حکومت له پروګرامونو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د امریکا متحده ایالاتو یو وار بیا د افغان حکومت له پروګرامونو د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر دا خبره پرون شپه په خپله ټویټرپاڼه کړې ده.

هغه ویلي چې په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیالې اني فوريژیمایر سره په بېلابېلو مسایلو له هغې ډلې سولې او انتخاباتو غږېدلی دی.

افغان ولسمشر د فبروري په ۲۸مه طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ چې وروسته بیا د تاشکند د نړیوالې غونډې ګډونوالو هم ترې پراخ هرکلی وکړ.

اخوا د انتخاباتو کمېسیون د اعلان له مخې تمه ده تر ۱۰ نورو ورځو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره چې د میزان په ۲۸مه کېږي د نوم لیکنې پروسه پیل شي.