اماني: افغان ځواکونو د سرپل په مرکز کې د طالبانو ۲ مرکزونه نیولي

افغان امنیتي ځواکونو د سرپل ولایت په مرکز کې د طالبانو دوه مهم مرکزونه نیولي او ۲۰ وسله‎والو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‎الله اماني پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د دې مرکزونو نیول د هغو تصفیوي عملیاتو برخه ده چې د سرپل په ځینو سیمو کې پیل شوي دي.

د هغه په خبره له افغان ځواکونو سره ولسي پاڅون کوونکي هم په‎دې عملیاتو کې برخه لري.

د سرپل د ولایت ویاند وايي، په وژل شویو کې د طالبانو یو قوماندان قاري امین هم شامل دی.

وسله‎والو طالبانو د سرپل د چارواکو د دې ادعا په اړه تر اوسه عکس‌العمل نه‎دی ښودلی.