د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې له اوسني فرصت څخه ګټه واخلي او د سولې خبرو ته کېني.
ښاغلي کریمي دا څرګندونې پرون سې شنبه له کندهار ولایت څخه د کتنې پر مهال وکړې.
نوموړي د جنوب لوېدیځ زون له دیني عالمانو او مخورو سره په غونډه کې طالبانو ته په خطاب کې وویل، سولې ته مخه کول د تسلیمۍ په معنی نهده.
د سولې د شورا مشر په لښکرګاه کې د سولې په هدف د فعالانو د تحصن خیمه د سولې لپاره یو نېک او ګټور ګام وباله.
په همدې حال کې د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک وویل، دې شورا د دولت له وسلهوالو مخالفینو سره د سولې په هدف تر اوسه له دیني مشرانو او قومي مخورو سره ۳۵۰ غونډې کړې دي.
پهدې غونډه کې د افغانستان د جنوب لوېدیځ زون علماوو او مخورو طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له پېشنهاد څخه ملاتړ څرګند کړ.