په ارزګان کې د یوه معتاد د وژلو په تور د مخدره موادو پلورونکی نیول شوی

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې نن تر غرمې وروسته پولیسو د یوه ځوان د جسد تر موندلو وروسته سیمه کې پلټنې پیل کړې چې ورسره سم‌یې د وژل شوي ځوان په تور یو تن نیولی.

به ترینکوټ کې د لومړۍ حوزې امر نظر محمد په سیمه کې ازادي راډيو ته وویل چې دوی د خیرو کارېز سیمه کې د یوه ځوان د جسد په اړوند معلومات ترلاسه کړه چې زندۍ شوی او یا هم په کومه بله طریقه وژل شوی.

د حوزې امر وايي په سیمه کې جسد د نشه‌یي توکو د یوه پلورونکي د کور مخې ته پروت وو چې هلته‌یې د نشه‌یي توکو پلورونکی د دې ځوان د قتل او نشه‌یي توکو د پلور په تور نیولی.

وژل شوی ځوان هم په نشه‌یي توکو روږدی و او سخت ناروغ وو چې نیول شوی تورن وايي خپلې نشې او ناروغۍ وژلی.