د افغانستان د کرکټ بورډ لهخوا په کابل کې د لوبڅارانو د روزنې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغه روزنیز کورس کې له درېیو زونونو، بست، امو او کابل نه ۴۰ تنو ګډون کړی و.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د درېیو نورو زونونو سپین غر، مس عینک او بند امیر څخه هم ۴۰ تنو ته په کابل کې د لوبڅارۍ په برخه کې روزنه ورکړل شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ په خبره، د دغه روزنیز ورکشاپ ګډونوال به خپلو زونونو ته ستنېږي او د دوو کلونو لپاره به لوبڅاري کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان څلور تنه لوبڅاران احمدشاه پکتین، بسمالله شینواری، احمدشاه درانی، او عزتالله ساپی د کرکټ د نړیوالې شورا لهخوا د نړیوالو لوبو د لوبڅارانو په توګه پېژندل شوي دي.