لاوروف د سوریې په اړه د ډونالد ټرمپ د وینا هرکلی وکړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې وینا هرکلی کړی چې په سوریه کې داعش وسله‌والو ماته خوړلې او امریکايي ځواکونه به له هغه ځایه ډېر ژر ستانه کړي.

لاوروف پرون دوشنبه په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې روسیې په وروستیو کې داسې د اندېښنې وړ نښې لیدلي چې امریکايي ځواکونه د فرات دریاب ختیځ لور ته په پرتو سیمو کې چې په وروستیو کې د داعش له وسله‌والو پاکې شوې، ځای پر ځای کېږي.

هغه ویلي چې د ولسمشر ټرمپ وروستۍ وینا څرګندوي چې امریکا پر دې ژمنه چې په سوریه کې پر داعش تر بري وروسته به له هغه هېواده وځي، ولاړه ده.

د روسیې او سوریې ولسمشران پر امریکا ټینګار کوي چې خپل څه نا څه ۲ زره عسکر له هغه هېواده اوباسي او په سوریه کې د هغوی موجودیت‌یې د نړیوالو قوانینو خلاف بللی دی.

خو په ځواب کې یې لوړ رتبه امریکايي چارواکو ویلي چې په سوریه کې د امریکا د متحدانو د مصونیت لپاره به خپل عسکر د اړتیا تر وخته هلته وساتي، څو ډاډ ترلاسه شي چې داعش یو وار بیا په هغه هېواد کې مرکزونه او پناه ځایونه جوړ نه‌کړی.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون هم ورته خبرې کړې دي.