یوناما د دشت ارچي د پېښې د حقایقو په راغونډولو لګیا ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما وايي چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونو ته په جدي کتنه لګیا دي.

یوناما ویلي چې په سیمه کې د بشري حقونو د څارنې ډله د حقایقو په راغونډولو لګیا ده.

د دشت ارچي ولسوال ازادي راډیو ته وویل چې پرون دوشنبه غرمه د دفټانو په سیمه کې د اخندزاده پر مدرسې چې د "بګړیو تړلو" مراسم په‌کې روان وو، د افغانستان د هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې ښيي ۱۵۰ تنه وژل شوي او زخمیان شوي وي.

د دشت ارچي د ولسوال په وینا، په تلفاتو کې وسله‌وال طالبان او ملکي خلک شامل دي.

خو په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکو ویلي چې د حملې په ځای کې د وسله‌والو طالبانو غونډه چې د کوېټې شورا غړي هم ورغلي وو، روانه وه.

په حمله کې د تلفاتو دقیق شمېر نه‌دی څرګند شوی.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازي، عبدالودود پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې د وسله‌والو طالبانو نظامي غونډه روانه وه او د تلفاتو دقیق شمېر لا نه‌دی څرګند، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما پر ټویټر په یوه پیغام کې په جګړه کې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې د ملکي خلکو مصونیت ته پام وکړي.