په انقره کې ولادیمیر پوتین له رجب طیب اردوغان سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سې شنبه په انقره کې د ترکیې له جمهور رئيس، رجب طیب اردوغان سره ګوري.

دا په روسیه کې د جمهوري ریاست د ټاکنو تر ګټلو وروسته، د ولادیمیر پوتین لومړی بهرنی سفر دی.

د کرملېن په وینا، پوتین او اردوغان به نن د ترکیې د اټمي انرژۍ د تولید کارخانه پرانیزي چې د روسیې په مرسته جوړه شوې ده.

د ترکیې ولسمشر به همداراز له روسیې د مزایلو د سیستم پر اخیستلو او د سوریې پر وضعیت خبرې وکړي.

دواړه مشران به سبا په انقره کې د ایران له جمهور رئيس حسن روحاني سره وګوري او د سوريې پر جګړه به چې درې واړه هېوادونه په‌کې ښکېل دي، خبرې وکړي.