داعش د جوزجان په درزاب کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې کړي

راپورونه وايي چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله‌والو تېره شپه د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې کړې دي.

د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان تورن محمد اسماعیل نن سې شنبه سهار ازادي راډیوته وویل، د داعش د حملو او د افغان ځواکونو د ځوابي اقداماتو له کبله، سلګونه سیمه‌ییز کسان بې‌ځایه شوي دي.

د دې جګړې د تلفاتو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه‌شته.

که څه هم د سیمې اوسېدونکي د ولسوالۍ د سقوط له پلوه اندېښنه لري، خو امنیه قوماندان ښاغلی اسماعیل وايي، له مرکز څخه د هوايي مرستې غوښتنه شوې.

داعش ډلې له یوې اوونۍ راهیسې په درزاب کې خپلو حملو ته زور ورکړی او سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې تر اوسه‌یې څلور پوستې ویجاړې کړې دي.