د کوسوو صدراعظم راموش هارادینای د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه انتقادونه رد کړي چې د څو دولتي چارواکو له لیرې کولو وروستهیې پر ده کړي دي.
هارادینای د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو مشر ځکه له دندو لیرې کړل چې شپږ ترکي اتباعیې له سلا مشورې پرته له پریستینا وایستل.
دا کسان د ترکیې د حکومت د مخالف مشر فتحالله ګولېن له تحریک سره د اړیکو لرلو په تور ایستل شوي وو.
انقره پر ګولېن تور لګوي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای میاشتې د ناکامې کودتا پلانیې جوړ کړی و.
هارادینای وویل، ولسمشر اردوغان دې د کوسوو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي.
هغه دا وینا پرون دوشنبه د کوسوو هغه ملي اتل ته چې په ۱۵مه پېړۍ کې یې د عثماني امپراتورۍ په وړاندې مقاومت کړی و، د درناوي په غونډه کې وکړې.
د بشري حقونو مدافع ډلو له کوسوو څخه د دې کسانو پر ایستلو انتقاد وکړ.