حمیدي: د کندز په برید کې ۷ تاجکستاني او ۲ پاکستاني وسله‌وال وژل شوي

د کندز امنیه قوماندان وايي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه غونډه شوې هوايي بمبارۍ کې د ۷ تاجکستاني او دوو پاکستانیو په شمول، د وسله‌والو طالبانو شااوخوا ۱۵ مهم کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي هغه راپورونه رد کړل چې وايي، دا بمباري د یوې دیني مدرسې د فراغت په مراسمو شوې او ویې ویل، هدف د طالب مشرانو غونډه وه چې ممکن ملکیانو ته په‌کې هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

ښاغلي حمیدي پرون دوشنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل، دا چې سیمه کې د ماښام له‌خوا ټیليفوني شبکې بندېږي، نو د مرګ ژوبلې دقیق معلومات نه‌لري، خو د ابتدايي معلوماتو پر بنسټ ویلی شي چې په وژل شویو کې لوړپوړي طالب قوماندانان شامل دي.

ښاغلي حمیدي وویل:

"د هغې قطعې چې دوی یې سره قطعه بولي، قوماندان وژل شوی، همدارنګه د منتظره قطعې قوماندان‌یې، د دعوت او تنظیم مسؤل‌یې، د مالي برخې مشر یې او د معارف مشر یې په وژل شویو کې شامل دي."

په عین حال کې د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي ازادي راډیو ته ویلي چې دا برید د دې ولسوالۍ د دفټانو په سیمه کې په یوې دیني مدرسه کې پر یوه غونډه شوی چې په‌کې ملکي خلکو او وسله‌والو طالبانو دواړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله‌والو طالبانو رد کړې چې بمباري دې د دې ډلې پر غونډه شوې وي او ادعا یې وکړه چې په بمبارۍ کې ۱۵۰ تنه د مدرسې زده‌کوونکي او نور عام خلک وژل شوي او ټپیان دي.